دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۳۰
د مطلب کود : 167739
سولي ولسی حرکت ملگرو ملتونو دفتر ته په وینو لړلۍ لیک ولیږه
د سولې ولسي حرکت مشر اقبال خېبر په يو بې‌ساري اقدام کې د ده د لاس په وینو لړلی يو لیک په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر ته وسپاره.

د پاکستان د استخباراتو، پوځ او حکومت له لاسه افغانان په وینو لړلي دي او زموږ په يو لاس د بل لاس وینه تویوي.
دا هغه کرښې دي چې د سولې د ولسي حرکت مشر اقبال خېبر د خپل لاس په وینو لړلي کاغذ باندې لیکلي او دغه لیک‌یې بیا په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر ته سپارلی دی.
په دې اړه ښاغلي خېبر داسې وویل:
"نن د دوی د ټولو جبرونو، منافقتونو او وژنو يو تصویر فقط په يو سپين خط کې راټولوو او په سپين خط کې به يوازې يوه جمله وي چې د پاکستان او نړۍ ولسه، د پاکستان پوځ، استخبارات په افغانستان کې د يوه لاس په وسیله د بل لاس وینه تویوي."
ښاغلي خېبر مخکې تر دې چې خپل لاس د چاړه په وسیله پرې او وینه‌يې د لیک پر مخ ومښي، پاکستان په افغان وژنه تورن کړ او له پاکستاني ولس نه‌یې وغوښتل چې پر خپل حکومت فشار راوړي څو په افغانستان کې له جګړې لاس واخلي.
ښاغلی خېبر وايي، د پاکستان پوځ او استخباراتو په افغانستان کې نېغ په نېغه جګړه پیل کړې ده او هره ورځ بې‌ګناه افغانان وژني.
دا په داسې حال کې ده چې د سولې ولسي حرکت نږدې ۱۳ ورځې کېږي چې په کابل کې يې د پاکستان سفارت مخې ته د پرلت خیمه وهلې او د پاکستان له ولس نه غواړي چې په خپل حکومت فشار راوړي څو په افغانستان کې له جګړې لاس واخلي.
د دغه حرکت غړي وايي، په تېرو ۱۳ ورځو کې د پاکستان سفارت هېڅ يوه کارمند له دوی سره نه‌دي کتلي او نه‌یې هم د دوی غږ اورېدلی.
د سولې ولسي حرکت غړو له دې وړاندې، په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر او د روسیې او امریکا سفارتونو مخو ته هم د پرلت خیمې وهلې وې.
https://avapress.com/vdcipyaz3t1aqy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته