د تورخم مرز نن سه شنبه څخه تر پنجشنبه پوری، د پاکستان پارلمانی ټاکنو ترسره کیدو لپاره، د هغه هیواد له لوری د افغانستان اوسیدونکو په وړاندی تړل کیږی.
د پاکستان ټاکنې؛ د تورخم مرز تر پنجشنبه ورځې پوری وتړل شو
2 اسد 1397 ساعت 13:18
د تورخم مرز نن سه شنبه څخه تر پنجشنبه پوری، د پاکستان پارلمانی ټاکنو ترسره کیدو لپاره، د هغه هیواد له لوری د افغانستان اوسیدونکو په وړاندی تړل کیږی.
د آوا په ګزارش سره، د پاکستان سفارت په کابل کې اعلان کړ چی د تورخم تجارتی بندر ورودی دروازی د نن سه شنبه څخه تر پنجشنبه اسد ۴ نیټی پوری د افغانستان اوسیدونکو په وړاندی به تړلي وی.
قرار دی چی سبا( چهارشنبه، اسد ۳ نیټه ) په پاکستان کې پارلمانی ټاکنې د حکومت او ملی مجلس او ایالتی مجالسو لپاره ټاکنې ترسره شی.
ریپورت ورکړل شوی دی چی د ۱۰۰ میلیونو څخه به ډیر پاکستانیان چی د رای ورکولو لپاره واجد شرایط دی، په ټاکنو کې به ګډون وکړی.
د مطلب کود: 167661