کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندز کې د طالبانو د سرې قطعې برید او د افغان ځواکونو تلفاتو په اړه ضد او نقیض راپورونه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 سرطان 1397 ساعت 15:34

په شمال کندز ولایت کې چارواکي وایي وسله والو طالبانو د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالی په ځینو برخو کې خپلې حملې پیل کړي دي.


د کندز والي ویاند نعمت الله تیموري تائید کړه چې وسله والو د دشت ارچي په قولق او مومن کلیو کې ډلییز برید کړي.
نوموړی زیاته کړه، چې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ جګړه روانه ده.
په همدې حال کې نا تائید شوي راپورونه ښیي چې د نښتې په ترڅ کې لږ تر لږه ۳۰ افغان سرتېري خپل ژوند له لاسه ورکړي او شاوخوا ۱۷ نور ټپیان دي.
د کندز ولایت یوې بلې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې د کندز دشت ارچي او د تخار خواجه غار ولسوالیو په منځ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د طالبانو سرې قطعې د بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۶۰ امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د افغانستان امنیتي او دفاعي بنسټونه تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
کندز د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا ناامنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت ډیر خراب شوی دی


د مطلب کود: 167021

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/167021/کندز-کې-د-طالبانو-سرې-قطعې-برید-او-افغان-ځواکونو-تلفاتو-په-اړه-ضد-نقیض-راپورونه

آوا
  https://www.avapress.net