ټاکل شوې چې سبا سې شنبه د اسلامي نړۍ د علماوو کنفرانس د سعودي عربستان په جدې ښار کې ترسره شي.
طاهری: افغان پلاوی سعودی افغانی سولې ناستی ته یو روښانه پیغام سره ځی
18 سرطان 1397 ساعت 15:09
ټاکل شوې چې سبا سې شنبه د اسلامي نړۍ د علماوو کنفرانس د سعودي عربستان په جدې ښار کې ترسره شي.
پهدې وروستیو کې د افغان حکومت له لوري د جګړې د پایته رسېدو او د سولې د خبرو د پیل لپاره تر بل هر وخت هیلې زیاتې شوي دي، اوس د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د اسلامي نړۍ د عالمانو غونډه به د دې بهیر له پیل سره زیاته مرسته وکړي.
د دغې شورا ویاند احسان طاهري د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې افغان پلاوی دغه ناستې ته له یوه روښانه پيغام سره ورځي چې د افغانانو د سولې غږ او د افغانستان فتوا ده او په خبره یې دوی له دې ناستې وسلهوالو طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د پیل لپاره هم هیلې لري.
ښاغلي طاهري زیاته کړه:
"دا لومړی ځل دی چې د نړۍ په کچه د اسلامي نړۍ عالمان د افغانستان د سولې په اړه راغونډېږي چې دا زموږ او د افغانستان د سولې لپاره یوه لویه لاسته راوړنه او لوی ملاتړ دی، افغان پلاوی دې ناستې ته د افغانانو د سولې غږ لېږدوي، پهدې ناسته به له شکه پرته د افغان سولې په اړه اسلامي بحث وشي، دا د افغانستان د راتلونکي، د افغان حکومت او وسلهوالو طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل لپاره ډېره مهمه ده."
د اسلامي نړۍ د عالمانو دغه غونډه چې په افغانستان کې روانه جګړه يې د بحث مهم ټکی دی او سبا د سې شنبې په ورځ د سعودي عربستان په جدې او مکه مکرمه ښار کې پیلېږي دوه ورځې دوام کوي.
د افغانستان د یو پلاوي په ګډون پهدې ناسته کې د اسلامي نړۍ ۱۲۰ عالمان برخه لري.
د سولې عالي شورا وايي، هیله لري چې پهدې ناسته کې د وسلهوالو طالبانو استازي هم برخه واخلي.
خو وسلهوالو طالبانو پهدغې غونډه کې خپل ګډون رد کړی او له افغان عالمانو يې هم غوښتنه کړې چې پهدې غونډه کې دې برخه نه اخلي.
په سعودي عربستان کې د افغانستان د جګړې په اړه د اسلامي نړۍ د عالمانو دغه ناسته پهداسې مهال ترسره کېږي چې له دې وړاندې په کابل اندونیزیا او ازبکستان کې هم د افغانستان د ستونزې په اړه لويې غونډې ترسره شوي دي.
د مطلب کود: 166809