دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۰
د مطلب کود : 166802
د دوستم دفتر رییس: د معترضانو په وړاندی اسلحی ځواب به په اسلحی سره ورکول کیږی
عنایت الله بابر فرهمند؛ د جنرال دوستم دفتر رییس وایی ترڅو چی حکومت د معترضانو غوښتنو ته ځواب ورنه کړی، لاریونونه به ادامه ولری او که حکومت اسلحی ته لاس واچوی، مشابه ځواب به ترلاسه کړی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، دا په داسی حال کې دی چی د ملی اسلامی غورځنګ هوادارانو لاریون د قیصاری آزادیدو لپاره خپل شپږم ورځ ته داخل شوی دی.
د ملی اسلامی غورځنګ ګوند په سلهاوو تنه پیروان د جنرال دوستم په مشری، د نظام الدین قیصاری؛ فاریاب قیصار ولسوالی پولیسو قوماندی د آزادیدو لپاره شپږ ورځو لپاره د فاریاب او جوزجان او بغلان په ولایتونو کې لاریونونه وکړل.
عنایت الله بابر فرهمند؛ د جنرال دوستم دفتر مشر وایی چی حکومت د خلګو غوښتنې بی ځوابه پریښی دی.
هغه وویل چی تراوسه مو د حکومت څخه کوم ځواب نه دی ترلاسه کړي او دا ددی لامل کیږی چی خلګ خپل لاریونونه نور هم جدی او سخت کړی، که دا ځل هم حکومت د خلګو په وړاندی اسلحی څخه ګټه واخیسته او ډزی وکړی نو متقابل عمل انتظار دی ولری.
حکومت تراوسه په دی اړه کوم غبرګون نه دی ښودلي.
 
https://avapress.com/vdciuqazrt1aqv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته