دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۰
د مطلب کود : 166644
کونړ کې طالب او داعش وسله والو ترمنځ نښته
د کونړ ولایت په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو او داعشیانو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ختېځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو وایي د چپې ولسوالی په مربوطاتو کې د نښتې په ترڅ کې د داعش ۷ غړي وژل شوي.
سرچینه زیاتوي، چې د دواړو غاړو ترمنځ نښتې د یاد ولسوالی په وچ ناوې او نیازې ګنې په سیمو کې رامنځته شوې ده.
له دې وړاندې د پنجشنبې په ورځ د سیلاب قول اردو ویلي وو چې په چپه درې ولسوالی کې د نښتې په ترڅ کې د داعش درې غړي وژل شوي او یوه طالب وسله وال ټپي شوی دی.
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په کونړ ولایت کې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ نښتې له څو اوونیو راهیسې دوام لري.
دا په داسې حال کې ده چې په کونړ او نورو ناامنیو ولایتونو کې د داعشیانو او طالبانو په وړاندې پوځي عملیات او هوایي بریدونه هم دوام لري.
 
https://avapress.com/vdcc0eqs02bqee8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته