کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننگرهار کي طالبانو یو قوماندان موټر کې ځای پرځای شویو چاودیدونکو توکو له امله ګڼ شمیر خلګو ته مرګژوبله

14 سرطان 1397 ساعت 13:21

په ننګرهار ولایت کې چاودنې د وسله والو طالبانو په ګډون ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


 

د ننګرهار ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د وسله والو طالبانو د یو قوماندان په موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله د قوماندان په ګډون ۳ وسله وال طالبان ووژل شول .

خبرپاڼه زیاتوي، چې ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په نکړخیلو سیمه کې نن سهار شاوخوا نهه بجې پر یو میله کې د وسله والو طالبانو د قوماندان حکیم الله په موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله د نوموړي په ګډون درې وسله وال طالبان ووژل شول .

د ولایت مقام په وینا، په دغه چاودنه کې څلور ملکي وګړي هم برسيرن ټپیان شوي او د درملنې په موخه نږدې روغتيايي مرکز ته ليږدول شوي دي.

تر اوسه کوم چا یا ډله د چاودنې مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.


د مطلب کود: 166555

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/166555/ننگرهار-کي-طالبانو-یو-قوماندان-موټر-کې-ځای-پرځای-شویو-چاودیدونکو-توکو-له-امله-ګڼ-شمیر-خلګو-ته-مرګژوبله

آوا
  https://www.avapress.com