په هلمند ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د هوایي بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۱ تنه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هلمند ولایت کې بهرنیو ځواکونو هوایی بریدونه
12 سرطان 1397 ساعت 17:28
په هلمند ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د هوایي بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۱ تنه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې په ناوې او ګرمسېر ولسوالیو کي د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کي ۷ تنه مخالفین وژل شوي او ۴ نور يې ټپیان دي .
خبرپاڼه زیاتوي، چې ترڅنګ يې په همدې بریدونو کي ۱ عراده سراچه موټر ۴ فیره د راکیټ مرمۍ ۵ لاسي بمونه کشف او له منځه وړل شوي.
د ولایت مقام په وینا، چې په هوايي بریدونو کي ددولت وسلوالو مخالفینو ۳ قرارګاوي او ۳ پټنځایونه هم له منځه وړل شوي دي .
د هلمند ولایت مقام له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ”راغلي تخریب شوي قرارګاوي ، د مبارک ، ساهیر آغا،او فرید جانان په نومونو وې چي په نښه شوي “.
د ولایت مقام په وینا، همدارنګه افغان مېړنیو ځواکونو د هلمند په یو شمېر سیمو کي ددښمن له لوري ۵۱ کړۍ ماینونه کشف او له منځه وړي دي .
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د مطلب کود: 166441