دخپریدو نیټه :شنبه ۹ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۰۲
د مطلب کود : 166222
د خوست ولایت د تنیو ولسوالی دی د سولې ولسوالی ونومول شي
د تڼيو ولسوالۍ يو شمېر ديني عالمانو، قومي مشرانو او جهادي قوماندانانو په يوه ولسي راټولېدنه کې په هېواد کې د سولې له بهير خپل کلک ملاتړ اعلان کړ او ژمنه يې وکړه چې د سولې لپاره دوی هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.
غونډې ته د تڼيو قوم ديني عالم مولوي مطيع الله محمدي وويل: سوله د انسان او انساني ژوند لپاره دومره اړينه ده، لکه څومره چې نور انساني جواهرات په يوه انسان کې مهم دي، ځکه سوله له انسانه انسان جوړوي. د ښاغلي محمدي په خبره تر هغې چې سوله او امن نه وي هېڅ امکان نه لري چې انساني کرامت ته دې احترام وشي. ده افغانان په ځانګړي توګه پښتانه وهڅول چې د سولې او امن په فضاء کې هغه خدمات وکړي کوم چې د اسلام ستر پيغمبر (ص) دوی ته سپارلي دي.
مولوي مطيع الله د سولې لپاره د عيني او ذهني شرايطو د برابرولو خبره وکړه او ويې ويل چې تر يوه بريده دا شرايط چمتو شوي دي او ټول خلک مخالفين او موافقين دواړه غواړي چې سوله وکړي، خوځينې افراد شته چې په جګړه او ويجاړي کې خپلې ګټې لټوي او نه غواړي چې سوله تر منزله ورسيږي. ده په افغان دولت غږ وکړ چې د فساد او مفسدانو سره دې مبارزه جدي کړي، ځکه دې ناوړه پديدې خلک مايوسه کړي او ډېر کله په ډېرو مسايلو يقين نه کوي او داسې فکر کوي چې په دې کې به هم د کوم مفسد لاس وي.
img paktia tany peace governer saratan 8 2مولوي محمدي د نبوي ارشاد په رڼا کې وويل چې هر سړی د خپل کور، کلي او قوم شپون دی بايد ساتنه او پالنه ترې وکړي، په همدې اساس دولت دې د فساد مخه ونيسي، موږ به د جګړې د مخنيوي په لاره کې له دوی سره مرسته وکړو.
د سولې ولايتي دفتر د دارالانشاء مشر الحاج رسول محمد تڼي د افغانستان د جګړې په اړه د حرمنيو شريفينو د امامانو وروستیو خطبو ته په اشارې وويل: کله چې له مکې مکرمې څخه يو شی حرام وبلل شي، بيا په کوم دليل موږ هغې ته جواز موندلی شو.
 ده په خپلو خبرو کې زياته کړه چې دا ملت به هېچا ته اجازه ور نه کړي چې د دوی خاوره ونيسي او نه يې د تاريخ په اوږدو کې ورکړې ده، خو په دې شرط چې له مجبوريت څخه خلاص شي او په خپلو کې سره جوړ او په يوه خوله شو.
قومي مشر الحاج دمساز او قومي مشر الحاج حضرت مير رښتيا په دې رڼا واچوله چې ولې په تڼيو کې امنيت دی او دا خلک څومره د سولې لپاره ليوالتيا لري. ښاغلي رښتيا وويل چې که اړتيا پيدا شوه دوی به د خپلو سرونو په قربانۍ هم د سولې لپاره کار کوي او هڅه به يې دا وي چې سوله حاکمه او دايمه شي.
د يادونې وړ ده چې په خوست ولايت کې له ځاځي ميدا وروسته تڼي هغه ولسوالي ده چې امن او سوله په کې حاکمه ده او خلک يې تل له دولت سره همکاري پاتې شوي دي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcewp8zwjh8pwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته