د لسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډې په ترڅ کې له وسله والو طالبانو سره د اوربند موده د لسو ورځو لپاره وغوځول شوه.
د ملي امنیت شورا غونډې په ترڅ کې د اوربند موده وغځول شوه
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 28 جوزا 1397 ساعت 10:10
د لسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډې په ترڅ کې له وسله والو طالبانو سره د اوربند موده د لسو ورځو لپاره وغوځول شوه.
د جمهوري ریاست دفتر وایي، پرون په ارګ کې له هر اړخيزو بحثونو وروسته له افغان وسله والو طالبانو سره اوربند لس ورځې نور هم تمدید کړ.
سرچینه زیاتوي، غونډې د درې ورځني اوربند د ارامې فضا او کوچني اختر د نمانځنې لپاره د دولتي ځواکونو او خلکو تر څنګ د افغان طالبانو د حضور هرکلی وکړ.
ولسمشر غني د هېواد له بېلابېلو اقشارو او دغه راز بین المللي شریکانو څخه افغان طالبانو سره د حکومت د اوربند د ملاتړ د قدرداني ترڅنګ وویل، درې ورځني اوربند دا په ډاګه کړه چې د افغانستان ملت د سولې تږی او غوښتونکی دی.
د ارګ ماڼی په وینا، په دې غونډه کې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د امنیتي مسایلو په اړه د مفصل بحث ترڅنګ ټینګار وشو چې په ټولو ولایتونو کې امنیتي تدابېر وجود لري او همدارنګه امنیتي او دفاعي ځواکونه چمتو دي د هر ډول تعرض پر وړاندې د وطن دفاع وکړي.
د مطلب کود: 165525