د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوی وايي، لاهم د جعلي تذکرو وېشل روان دي او د نفوسو د احوال ثبتولو ادارهیې په مخنیوي کې پاتې راغلې.
آصف صدیقي: د نفوسو د احوال ثبتولو ادارې یو شمېر کارکوونکي سپینې تذکرې خرڅوي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 جوزا 1397 ساعت 15:34
د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوی وايي، لاهم د جعلي تذکرو وېشل روان دي او د نفوسو د احوال ثبتولو ادارهیې په مخنیوي کې پاتې راغلې.
د دغې جرګې دوهم مرستيال محمد اصف صديقي، د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۲» ازادي راډيو ته وویل چې د نفوسو د احوال ثبتولو ادارې یو شمېر کار کوونکي سپینې تذکرې خرڅوي او د مشخصو نوماندانو په ګټه کار کوي.
نوموړي دغهشان وویل چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول پر فېسبوک پاڼو هم داسې عکسونه خپاره شوي چې د بهرنیو هېوادونو د نجونو او اکټرانو په نومونو تذکرې اخیستل شوي دي.
صدیقي وویل چې دا کار د انتخاباتو پر پروسې خلک بېباوره کولای شي.
د مطلب کود: 165291