کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا او شمالی کوریا چارواکې سنګاپور کې غونډه کوی

21 جوزا 1397 ساعت 11:57

د امریکا او شمالي کوریا چارواکي نن دوشنبه په سنګاپور کې غونډه کوي چې د دواړو هېوادونو د سبانۍ سرمشریزې وروستی چمتووالی ونیسي.



ټاکل شوې ده چې ولسمشر ډونالد ټرمپ او کېم جونګ اون سبا ته د سنګاپور په سنټوزا ټاپو کې له یو بل سره وویني.
دواړه مشران پرون یکشنبه سنګاپور ته ورسېدل.
د سپینې مانۍ ویاندې سارا هاکبي سندرز وویل، د امریکا او شمالي کوریا د چارواکو په نننۍ غونډه کې به د واشنګټن د پلاوي مشري په فیلیپین کې د متحده ایالاتو سفیر کوي.
د ولسمشر ټرمپ او کېم ترمنځ خبرې به د کوریا ټاپو وزمې په غیر اټمي کولو او د پیونګ‌یانګ په اټمي پروګرام متمرکزې وي.
ولسمشر ټرمپ ویلي دي دا سرمشریزه د شمالي کوریا لپاره یواځنی فرصت دی او له کېم سره د خبرو پر مهال به دی په یوه دقیقه کې پوه شي چې د شمالي کوریا مشر د خپل اټمي پروګرام د بندولو په اړه جدي دی او کنه؟


د مطلب کود: 165190

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/165190/امریکا-او-شمالی-کوریا-چارواکې-سنګاپور-کې-غونډه-کوی

آوا
  https://www.avapress.com