کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عربي امارات هم افغانستان ته سرتیري رالیږي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 17 جوزا 1397 ساعت 10:04

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي افغانستان ته د امنیتي سرتېرو د لېږلو لپاره یې د متحده عربي اماراتو وړاندیز تایید کړی دی.


له ارګ خپره شوې بیانیه کې راغلي، چې د ملي امنیت شورا په ناسته کې د افغانستان او ناټو د امنیتي تړون او د پرېکند ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د روزنې، سلاکارۍ او ملاتړ په موخه افغانستان ته د ځانګړو امنیتي ځواکونو د استولو لپاره د متحده عربي اماراتو وړاندیز ارزول شوی او تایید شوی دی.
په دې خبرپاڼه کې د اماراتي سرتېرو د شمېر او افغانستان ته د لېږلو د مهالوېش په هکله څه نه دي ویل شوي.
د متحده عربي اماراتو دولت هم تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
خو افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو لوی قومندان جنرال جان نیکولسن اونۍ وړاندې ویلي وو، چې امارات او قطر غواړي افغانستان ته سرتېري ولېږي.


د مطلب کود: 164929

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164929/عربي-امارات-هم-افغانستان-ته-سرتیري-رالیږي

آوا
  https://www.avapress.com