کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ناټو غړو هیوادونه د ۲۰۲۰ کال وروسته د افغان ځواکونو مالی تمویل په اړه به د دفاع وزیرانو غونډه کې خبری وکړی

16 جوزا 1397 ساعت 17:00

ټاکل شوې ده چې د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو غونډې په ترڅ کې له ۲۰۲۰ وروسته د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د مالي تمویل په اړه بحث او خبرې وکړي.



د ناټو عمموي منشي ینس سټولټنبرګ نن په یوه خبرې ناسته کې د وینا پر مهال وویل، چې د ناټو د دفاع وزیرانو د غوڼدې په پایله کې به د افغانستان په اړه بحث او خبرې وشی.
نوموړی زیاته کړه، چې په دغه غونډه کې به د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت ملګري هم برخه واخلي.
د ښاغلي سټولټنبرګ په وینا، د ناټو متحدین او ملګري چمتو دی چې له افغانستان سره د مالي او د سرتېرو د لېږلو په برخه کې مرسته وکړي.
هغه وویل، چې د ناټو غړو هېوادونو کابو ۳ زره اضافي سرتېري افغانستان ته استولي دي.
د ناټو عمومي منشي د ترهګرو پر ضد د جګړې په ډګر د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د میړانې او مسلکي توب ستاینه وکړه.
هغه زیاته کړه، چې ناټو د سولې په هکله د ولسمشر محمد اشرف غني د نوښت ملاتړ کوي او په افغانستان کې د سولې د راوستلو په موخه د ناټو د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
 


د مطلب کود: 164916

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/164916/ناټو-غړو-هیوادونه-د-۲۰۲۰-کال-وروسته-افغان-ځواکونو-مالی-تمویل-په-اړه-دفاع-وزیرانو-غونډه-کې-خبری-وکړی

آوا
  https://www.avapress.net