کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل کې د کورنیو چارو وزارت پر ودانی د برید د پای په اړه د چارواکو څرګندونې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 9 جوزا 1397 ساعت 14:26

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په کابل ښار کې یې د کورنیو چارو وزارت پر ودانی د وسله والو ډلییز برید پای ته رسېدلی.


چارواکي زیاتوي، چې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې پای ته رسېدلی او په ترڅ کې لږ تر لږه ۶ تنه وسله وال وژل شوي.
د چارو وزارت چارواکو د امنیتي ځواکونو د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.
خو د یاد وزارت ویاند نجیب دانش له دې وړاندې ویلي وو، چې د لومړی چاودنې په ترڅ کې د وزارت یوه ساتونکی ټپي شوی و.
بلخوا یوه امنیتي سرچینه وایي، د برید او نښتې په ترڅ کې لږ تر لږه ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د مطلب کود: 164517

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164517/کابل-کې-د-کورنیو-چارو-وزارت-پر-ودانی-برید-پای-په-اړه-چارواکو-څرګندونې

آوا
  https://www.avapress.com