کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ځینو ولایتونو کې امنیتی ځواکونو عملیاتونه

7 جوزا 1397 ساعت 12:44

راپورونه وایی، افغان امنیتی ځواکونو په بېلابېلو ولایتونو کې د عملیاتو پر مهال د ۱۹ داعشیانو په ګډون ۷۹ وسله وال مخالفین وژلي دي.



  د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی،  د افغانستان د دفاع وزارت نن ورځ  نه خبر شوی په خبرپاڼه کې ویلي دی،  افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱ پلان شوي او ۸۲ ځانګړي عملیات تر سره کړي دي.
په خبر پانه کی ویل شوی،  چې یاد عملیات په ننګرهار، لوګر، غزني، بادغیس، غور، بلخ، فاریاب، بغلان، بدخشان، او هلمند ولایتونو کې په لار اچول شوي و.

سرچینی زیاتوی، په دغه بریدیونو کې د ۱۹ داعشیانو او دوه سیمه ییزه قوماندانانو په ګډون ۷۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.

خو تر اوسه یاد وسله والو په دی اړه رسنیو ټه نه دی ویلی.


د مطلب کود: 164375

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164375/ځینو-ولایتونو-کې-امنیتی-ځواکونو-عملیاتونه

آوا
  https://www.avapress.com