یو غیری دولتی موسسه د Global Witness ګلوبل وټنس په نامه وایی چی اسلامی دولت یا داعش ډله خپل پاکستانی او سعودی انجنیرانو په مرسته افغانستان ټالک قیمتی ډبرو کانونو باندی کار پیل کړي دی.
افغانستان کانونو باندی د داعش ډلې سعودی او پاکستانی انجنیرانو کار پیل
2 جوزا 1397 ساعت 9:56
یو غیری دولتی موسسه د Global Witness ګلوبل وټنس په نامه وایی چی اسلامی دولت یا داعش ډله خپل پاکستانی او سعودی انجنیرانو په مرسته افغانستان ټالک قیمتی ډبرو کانونو باندی کار پیل کړي دی.
د یاد موسسې له خوا په خپره شوې راپور کې راغلي دي، چې داعشیانو د افغانستان په ننګرهار ولایت کې یې پاکستاني او سعودي انجنیران ځای پر ځای کړی دی.
په راپور کې د نامعلومو کسانو په حواله لیکل شوي چې داعشیانو د انجینرانو ترڅنګ یو شمېر ماشینونه او تجهیزات هم په ننګرهار ولایت کې ځای پر ځای کړي او د قیمتي ډبرو د استخراج لپاره په کار بوخت دي.
عیني شاهدان ګلوبل وټنس ته ویلي، چې داعشیانو په ننګرهار ولایت کې د کانونو اړوند ټولې سیمې او لارې تړلي دي.
د ټالک له ډبرو څخه یې د سنګاري توکو په جوړولو، د ساختماني رنګونو او یو شمېر نورو صنایعو کې کار اخیستل کېږي.
په همدې حال کې ګلوبل وټنس په خپل راپور کې لیکلي، چې د داعشیانو ترڅنګ وسله والو طالبانو هم د افغانستان له کانونو څخه هر کال لسګونه میلیونه ډالر عواید ترلاسه کوي.
د ګلوبل وټنس د راپور له مخې، وسله وال طالبان یوازې د ټالک له ډبرو څخه هر کال تر ۱۰ میلیونه ډالره عواید ترلاسه کوي.
په راپور کې دا هم راغلي دي، چې د افغانستان ټول قیمتي ډبرې د پاکستان له لارې نورو هېوادونو ته صادرېږي.
بلخوا د افغانستان د کانونو او پطرولیم وزارت ویاند قادر خان مفتي ګلوبل وټنس ته ویلي، چې د غیرقانوني او وسله والو ډلو له خوا د قیمتي ډبرو د استخراج د مخینوي په خاطر هلې لې دوام لري او حکومت تر اوسه پر ۱۰۰ کانونو د استخراج مخه یې نیولې ده.
د مطلب کود: 164099