کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار ښار کې د تیری ورځي چاودنې تلفاتو شمیر ۱۶ شهید او ۳۸ ټپیانو ته رسیدلي

2 جوزا 1397 ساعت 9:38

په کندهار کې چارواکې وایی چی تیره ورځی ماسپښین موتر کې ځای پرځای شوی ماین چاودنې له امله چی د کندهار ښار په ۱۴ حوزه کې رامنځته شو، ۱۶ تنه شهید او ۳۸ تنه نور ټپیان شو.



د آوا په ګزارش سره، صمیم خپلواک، د کندهار والی ویاند رسنیو ته ویلی دی چی ددی بوم چاودنې له امله، ۱۶ تنه وژل شوی او ۳۸ تنه هم ټپیان شوی دی.
دا پیښه تیره ورځ غرمی ته نږدی په ۱۲:۳۰ کې د جوزا په اوله په یو کندواله سرای حضرت جی بابا سیمه کې رامنځته شوی دی.
د کندهار والی ویاند وایی دا موټر په یو خرابه سرای کې ولاړ او متوقف وو.
ملی امنیت ځواکونه دا موټر کشف کړی وو او د خنثی کولو لپاره یی عملیات جریان درلود چی دا چاودنه رامنځته شوی.
ویل کیږی چی ددی پیښی ډیر قربانیان غیری نظامیان دی.
یو شبکه ریپورت ورکړی چی یاد پیښی مسؤولیت داعش ډله په غاړه اخیستی دی.
 
 


د مطلب کود: 164092

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164092/کندهار-ښار-کې-د-تیری-ورځي-چاودنې-تلفاتو-شمیر-۱۶-شهید-او-۳۸-ټپیانو-ته-رسیدلي

آوا
  https://www.avapress.com