ویل کیږی، افغان امنیتی ځواکونو او د طالب وسله والو ترمنځ په کندز کې نښته رامنځته شوی دی.
کندز ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته شوي
25 ثور 1397 ساعت 8:58
ویل کیږی، افغان امنیتی ځواکونو او د طالب وسله والو ترمنځ په کندز کې نښته رامنځته شوی دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، په کندز ولایت کې د پامیر شلمې فرقې، پرون خپور شوی په خبر پانه کی ویلی دی ، په یاد ولایت کې د افغان امنیتی ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې اتو تنو افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی دی.
سرچینی زیاتوی، چې دغه نښتې پرون هغه مهال شوې دي چې یو شمېر د دولت مخالفینو وسله والو د دشت ارچي پر بازار بریدونه کړي دي.
په خبر پانه کی ویل شوی، چې یاد نښتو کې د طالب وسلهوالو سرې قطعې ۶ غړي هم وژل شوي دي او څلور طالبان ټپیان دي.
سرچینی وایی، چې افغان امنیتی ځواکونو له څو ساعتونو نښتو وروسته د طالبانو برید په شا تمبولی دی.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه څه نه دی ویلی.
د مطلب کود: 163659