دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۹
د مطلب کود : 163588
د تذکرو پر کاپیو باندی د استیکرونو لګیدو پر سر د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړیو اختلافات
د ټاکنو خپلواک کمیسیون دوه غړۍ او دوه معاون، د تذکرو پر کاپیو باندی د ټاکنیز استیکرونو لګیدنه غیری قانونی بولی او ددی کار سره مخالف دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، هغوی وایی چی ددی کمیسیون مشر د ولسمشر سره په یواځیتوب سره په دی اړه تصمیم نیولی دی.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړۍ وایی چی په هغه طرحې سره چی ارګ ماڼۍ د پنج شنبه په ورځ خپور کړی دی یواځې رییس او یو بل غړۍ ددی کمیسیون موافق دی، خو ددی کمیسیون څلور غړۍ ددی طرحي سره مخالفت ښودلی دی.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون دا فیصله نامه چی طلوع نیوز ته رسیدلی دی، شکاره کوی چی وسیمه بادغیسی، عملیاتی معاون او معاذالله دولتی، اداری او مالی معاون، ټاکنو کمیسیون، عبدالقادر قریشی او ملیحه حسن، د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړۍ دا امضا کړی دی.
ددی فیصله نامه په اساس، د ټاکنو خپلواک کمیسیون دا غړۍ تذکرو کاپیو باندی د ټاکنیز استیکرونو طرحه رد کړی دی.
هغوی وایی چی د ټاکنو قانون په اساس، دا کمیسیون نه شی کولای د ټاکنو په جریان کې د ټاکنو پوری اړوند د کار ډول ته بدلون ورکړی.
ددی کمیسیون معانینی وایی چی د ګراند کیپن، ښاغلی بهجت او کبریا، د سازمان ملل متحد نمایندګانو او شهلا حق په حضور په کابل کې، آغلي حق ددی موضوع سره په مخالفت کې خپل مقام څخه استعفا ورکړی ده، د ثور میاشتی ۲۰ نیټه کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون عمومی مدیریت پخوانی سرپرست دا تصمیم نیولی دی، خو ددی کمیسیون مشر د ولسمشر سره دا فیصله نادیده نیولی او دا طرحه د هغوی له لوری عملی اعلان کړل شو.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر حاضر نه دی په دی اړه خبری وکړی.
په دی وخت کې د نمایندګانو مجلس غړۍ هم ددی کار په وړاندی غبرګون ښودلی او فرهاد سخی، د سنا مجلس غړۍ وویل: دا انتخاباتو نوم باید انتصابات پریښودل شی، هیڅ ضرور نه ده چی دومره مصرف وشی او د بیت المال څخه دا ټاکنو ته مصرف وشی.
 
https://avapress.com/vdcg7w9q7ak93n4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته