ویل کیږی چی په ننګرهار کې یوې ترافیکې پېښې شوی چی له امله یی ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې دی.
ننګرهارولایت کی ترافیکي پيښه شوي
19 ثور 1397 ساعت 12:04
ویل کیږی چی په ننګرهار کې یوې ترافیکې پېښې شوی چی له امله یی ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره نه خپره شوې په خبرپاڼه کی راغلی دی، یاد پېښه نن ورځ سهار شاوخوا ۷ بجې د یاد ولایت د سره رود ولسوالۍ د دیوال په سیمه کې رامنځ ته شوې.
سرچنیو زیاتوی، دغه ترافیکي پېښه د یوه کرولا او یو سراچه موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.
په خبر پانه که ویل شوی دی، کرولا ډوله موټر د تورخم او سراچه موټر د جلال اباد پر لور روان وو، چې د دېوال په سیمه کې یې ټکر کړی دی.
سرچینو وایی، په پېښه کې ۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۷ نور ټپیان شوي، چې په وژل شویو کې یوه مېرمن او درې ماشومان هم شامل دي.
د یاد وړدی، یاد پېښه د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ او ګړندي تګ له امله رامنځ ته شوې ده.
د مطلب کود: 163321