د ترکیې هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان وایی چی سوریې سرحدونړو سره یو ځل بیا پوځې عملیات ترسره کوی.
انقره غواړی چی په سوریه کې بیاځلې پوځې عملیات پیل کړی
17 ثور 1397 ساعت 9:16
د ترکیې هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان وایی چی سوریې سرحدونړو سره یو ځل بیا پوځې عملیات ترسره کوی.
رجب طیب اردوغان پرون یکشنبې د راتلونکې جون میاشتې په وروستیو کې تر وخت مخکې انتخاباتو لپاره د خپل کاري پروګرام د اعلان پر مهال دا خبره یاده کړه.
ترکیې دوه واره مخکې هم له سوریې سره په پولو کې پوځي عملیات ترسره کړي دي.
ښاغلي اردوغان وویل:"ترکیه به د فرات د سپر او زیتون په عملیاتو نوي عملیات ور زیاتوي، څو خپلې پولې له ترهګرو سازمانونو پاکې کړي. په دغو دوو عملیاتو کې د ترهګرۍ لارې چې هڅه کېدله زموږ په سویلي سرحدونو کې پرانېستل شي لهمنځه یوړې."
ترکي پوځیانو د زیتون ښاخ په نوم پوځي عملیات د سوریې په شمال کې د عفرین په سیمه کې د ملېشهوو پر ضد جاري ساتلي دي.
ملېشه د خلکو د دفاع ډلو په نوم په یوه سازمان پورې تړلي دي چې انقره یې تروریست بولي.
انقره ادعا کوي چې دا سازمان په ترکیه کې له کُرد اورپکو سره اړیکه لري.
د فرات د سپر په نوم د ترکي پوځیانو لومړني بهرني پوځي عملیات تېرکال د عفرین په ختیځ کې پای ته ورسېدل او هدف یې د اسلامي دولت ډلې او کُرد جنګیاليو ځپل وو.
کارپوهان وايي، اردوغان هڅه کوي چې د خلکو په ملي احساساتو چې له عفرینه د کُرد جنګیالیو د ایستلو په خاطر پاریدلي وو، د ځان په ګټه پانګونه وکړي.
ترکيې د سوریې په پولو کې د پوځي عملیاتو د پيل اعلان داسې وخت وکړ چې سوریه وار له مخه د جنګ جګړو په سبب ډېره ځپل شوې ده.
د مطلب کود: 163178