دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۶
د مطلب کود : 163178
انقره غواړی چی په سوریه کې بیاځلې پوځې عملیات پیل کړی
د ترکیې هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان وایی چی سوریې سرحدونړو سره یو ځل بیا پوځې عملیات ترسره کوی.

رجب طیب اردوغان پرون یکشنبې د راتلونکې جون میاشتې په وروستیو کې تر وخت مخکې انتخاباتو لپاره د خپل کاري پروګرام د اعلان پر مهال دا خبره یاده کړه.
ترکیې دوه واره مخکې هم له سوریې سره په پولو کې پوځي عملیات ترسره کړي دي.
ښاغلي اردوغان وویل:"ترکیه به د فرات د سپر او زیتون په عملیاتو نوي عملیات ور زیاتوي، څو خپلې پولې له ترهګرو سازمانونو پاکې کړي. په دغو دوو عملیاتو کې د ترهګرۍ لارې چې هڅه کېدله زموږ په سویلي سرحدونو کې پرانېستل شي له‎منځه یوړې."
​ترکي پوځیانو د زیتون ښاخ په نوم پوځي عملیات د سوریې په شمال کې د عفرین په سیمه کې د ملېشه‎وو پر ضد جاري ساتلي دي.
ملېشه‎ د خلکو د دفاع ډلو په نوم په یوه سازمان پورې تړلي دي چې انقره یې تروریست بولي.
انقره ادعا کوي چې دا سازمان په ترکیه کې له کُرد اورپکو سره اړیکه لري.
د فرات د سپر په نوم د ترکي پوځیانو لومړني بهرني پوځي عملیات تېرکال د عفرین په ختیځ کې پای ته ورسېدل او هدف یې د اسلامي دولت ډلې او کُرد جنګیاليو ځپل وو.
کارپوهان وايي، اردوغان هڅه کوي چې د خلکو په ملي احساساتو چې له عفرینه د کُرد جنګیالیو د ایستلو په خاطر پاریدلي وو، د ځان په ګټه پانګونه وکړي.
ترکيې د سوریې په پولو کې د پوځي عملیاتو د پيل اعلان داسې وخت وکړ چې سوریه وار له مخه د جنګ جګړو په سبب ډېره ځپل شوې ده.
 
https://avapress.com/vdcbzfb8wrhb08p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته