د پاکستان بلوچستان ایالت مرکز کوټي چارواکې وایی چی په کوټه کې د پولیسو پر موتر باندی ځانکرګي برید شوی او له امله یی ځینی پولیسانو ته مرګژوبله اوښتي ده.
په پاکستان کې د بلوچستان مرکز کوټه کې د پولیسو پر موټر باندی ځانمرګي برید
5 ثور 1397 ساعت 9:14
د پاکستان بلوچستان ایالت مرکز کوټي چارواکې وایی چی په کوټه کې د پولیسو پر موتر باندی ځانکرګي برید شوی او له امله یی ځینی پولیسانو ته مرګژوبله اوښتي ده.
د کوټې ښار د پولیسو مشر رزاق چیمه له رسنیو سره په خبرو کې وویل، د سې شنبې په ورځ ماښام د کوټې ښار د هوايي ډګر پر سړک د پولیسو پر یوه موټر ځانمرګی برید وشو چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۶ پولیسان ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول.
چارواکي وايي چې د پېښې ټپیان یې د درملنې لپاره روغتون ته وړي او زیاتوي چې دا په کوټه کې تېره ورځ درېیم ځانمرګی برید و چې امنیتي ځواکونو یې په نښه کړل.
تر دې مخکې د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو ادارې «ISPR» هم د سې شنبې په ورځ رسنیو ته ویلي چې د کوټې په لېرې پرتې سیمې میا غونډۍ کې د سرحدي عسکرو یوه چېک پوسټ ته نېږدې دوه چاودنې او ډزې وشوې چې پهکې د ملېشه ځواک اته سرتېري ژوبل شول.
په کوټه کې پر امنیتي ځواکونو ځانمرګي بریدونه تر هغې وروسته شوي چې څو ورځې وړاندې په دغه ښار کې پر عیسایانو وسلهوال بریدونه شوي چې وروسته یې بیا مسؤلیت داعش وسلهوالې ډلې پر غاړه اخېستی.
په کوټه کې لا تردې دمه د دغه ځانمرګو بریدونو مسؤلیت کومې وسلهوالې ډلې نهدی منلی.
د مطلب کود: 162477