په کابل کې برید نږدی ۱۷۰ کسانو ته مرګژوبله اوړولي او ددی برید په وړاندی بیلابیل چارواکې او سازمانونه غبرګون ښودلي دی.
کابل کې برید په وړاندی د بیلابیلو چارواکو او سازمانونو غبرګون
3 ثور 1397 ساعت 9:59
په کابل کې برید نږدی ۱۷۰ کسانو ته مرګژوبله اوړولي او ددی برید په وړاندی بیلابیل چارواکې او سازمانونه غبرګون ښودلي دی.
د ناټو سرمنشي وايي، دا تړون به له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان تر شا وي.
ینس سټولټنبرګ دا خبره د کابل د خونړي برید په غبرګون په یوه ټویټري پیغام کې وکړه.
د کابل په دشتبرچي کې د انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې په دفتر دا برید داسې وخت شوی چې ګڼ ملکیان د نوم لیکنې لپاره غونډ شوي وو.
اخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت یوناما هم په یوه بیان کې دا برید غندلی دی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او د یوناما مشر تدامیچي یاماموتو ویلي چې ملګري ملتونه د دې برید له قربانیانو او کورنیو سره غمرازي ښيي او دې برید وښودله چې ترهګر د ملکیانو ژوند ته هېڅ پام نهکوي.
په رسنیو کې د دې برید د خپرو شویو انځورونو، عیني شاهدانو او چارواکو په خبره په وژل شویو کې ګڼې ښځې، سپينږیري او ماشومان هم شامل دي.
تر دې مخکې د امریکا سفارت په کابل کې پرونی برید وحشیانه بللی او ویلي یې دي چې له افغانستان سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
داعش یا اسلامي دولت ډلې په خپل اعماق نومي خبري اژانس کې د کابل د پروني برید مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.
د مطلب کود: 162335