کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

محمود عباس:

قدس ته د هیڅ هیواد د سفارت لیږد اجازه نه ورکوو

3 ثور 1397 ساعت 9:51

د فلسطین خودګردان تشکیلاتو مشر اعلان کړ چی ددی هیواد دولت اجازه نه ورکوی هیڅ هیواد خپل سفارت قدس ته ولیږدوی.



د آوا په ګزارش سره، محمود عباس، د فلسطین خودګردان تشکیلاتو مشر وویل: د فلسطین دولت اجازه نه ورکوی چی یو هیواد خپل سفارت قدس ته ولیږدوی.
د فلسطین رسمی خبرګزاری ګزارش په اساس، محمود عباس په باختری کرانه کې د رام الله ښار په یو ناسته کې زیاته کړه: د فلسطین دولت اجازه نه ورکوی چی د امریکا ولسمشر یا بل هیواد قدس د اسرائیل پلازمینه ونوموی.
هغه وویل: د فلسطین دولت د ترامپ تصمیم سره مبارزه کوی ترڅو چی د فلسطین-اسرائیل ترمنځ مسائل حل نه شی اجازه نه ورکوی هیڅ هیواد خپل سفارت قدس ته ولیږدوی.
د فلسطین خودګردان تشکیلاتو مشر خپلو خبرو کې وویل چی قدس د ابراهیمی درو لویو دینونو( اسلام، مسیحیت او یهود) د زوکړی مهد دی. مومنان کولای شی دا ځای ته راشی، دعا وکړی او په آزادانه توګه خپل مذهبی تکالیف ترسره کړی، موږ هر وخت ویلی چی قدس د هیواد ختیځ پلازمینه بلل کیږی او دروازه یی د ټولو ادیانو په وړاندی خلاص دی.
همدارنګه محمود عباس د مسلمانانو او اعرابو څخه وغوښت ترڅو د اشغالی سیمو بالخصوص قدس څخه لیدنه وکړی.
 
 
 


د مطلب کود: 162329

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/162329/قدس-ته-د-هیڅ-هیواد-سفارت-لیږد-اجازه-نه-ورکوو

آوا
  https://www.avapress.com