د ولسی جرګې رئیسانو کمیټې پریکړه کړي ترڅو د ملی امنیت عمومی رئیس ستانکزی دی جرګی ته استجواب شی خو د جرګې دا پریکړه ډیر غبرګونونه راپارولي ده.
ولسی جرګې ته د ملی امنیت عمومی رئیس استیضاح او بیلابیل غبرګونونه
30 حمل 1397 ساعت 16:28
د ولسی جرګې رئیسانو کمیټې پریکړه کړي ترڅو د ملی امنیت عمومی رئیس ستانکزی دی جرګی ته استجواب شی خو د جرګې دا پریکړه ډیر غبرګونونه راپارولي ده.
ځینی سرچینی وایی چی حکومت به د ښاغلی ستانکزی د ورتګ مخه ونیسی.
د سرچېنو په وینا، ولسي جرګه د دې صلاحیت نهلري چې د ملي امنیت عمومي رئیس، د افغانستان بانک رئیس، د سرې میاشتې رئیس او لوی څارنوال استیضاح کړي.
د ولسي جرګې د رئیسانو کمېټې پرون چهارشبنې پرېکړه وکړه چې په راتلونکې چهارشنبې په ورځ دې د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزي استجوابیه غونډې ته استیضاح شي.
د ولسي جرګې رئس عبدالروف ابراهیمي په دې اړه وویل، چې د جرګې د رای ګېري له مخې د افغانستان ملي امنیت ریاست د عمومي رئیس د استیضاح په موضوع د چهارشنبې په اجنډا کې شامله شوه.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې ځینو غړو د رئیسانو کمېټې د پرېکړې په اړه بېلا بېل غبرګونونه ښودلې دي.
د جرګې ځینې غړي د رئیسانو کمېټې دغه پرېکړه غیر اصولي او غیر قانوني وبللې خو یو شمېر نور وکیلان د دغه پرېکړې ملاتړ کوي.
بلخوا د ولسي جرګې غړی عبدالقادر ځاځی وطندوست ویلي، چې ښاغلی ستانکزی د ولسي جرګې د لومړي مرستیال همایون همایون په غوښتنه استیضاح کېږي.
د مطلب کود: 162146