جنرال جان نیکلسن دغه څرګندونې د افغانستان د ملي امنیت د رئيس معصوم ستانکزي، د کورنيو چارو د وزیر ویس احمد برمک او د پنځو هېوادونو له سفيرانو سره یو ځای په کندهار کې د ځايي چارواکو او قومي مشرانو یوې غونډې ته وکړې.
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال جان نیکلسن کندهار ته د خپل سفر پر مهال ګواښ وکړ چې د افغان حکومت د قوي موقف لپاره به پر طالبانو د سیاسي او ډيپلوماتيکو فشارونو تر څنګ پوځي فشارونه هم زیات کړي.
د نیکلسن په خبره د سولې راوستلو لپاره باید پر پاکستان ډیپلوماتیک فشار راشي، څو طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.
همدارنګه جنرال جان نیکلسن د افغان حکومت لهخوا طالبانو ته د سولې وړاندیز او له هلمند څخه د راپورته شوي د سولې د ولسي حرکت ملاتړ وکړ.