د پروان له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیر فرهاد هاشمي وایي، دې ټانکر تېره شپه هغه وخت اور واخېست چې د شمال له لوري یې نفتي مواد د کابل خوا ته وړل.
د هاشمي په وینا دا پېښه د چسپکي ماین په واسطه شوې ده او چاته پهکې د سر زیان نهدی اوښتی.
تر چاودنې وروسته په سیمه کې نېژدې څو دوکانونه هم سوځېدلي دي.