دغه لسګونه ځوانان چې دمرکز اسعدباد په ګډون له بېلابېلو ولسوالیو څخه راغلي چې د پاکستانيو بريدونو غندنه يې کوله.
د خېمې یو ګډونوال جنت ګل فدا وایي: زموږ کوز پښتانه هلته د پنجاب له ظلمونو په تنګ راغلي او دلته په موږ هم ظلم انتها ته رسېدلى ده ، پر کونړ بریدونه روان دي، د پنجاب له لاسه مو ګڼې کورنۍ د ویر په ټغر ناستې دي او پر موږ بریدونه کوي.
د الومړى ځل نه دى چې دکونړ اوسېدونکي دپاکستان دبریدونو په غبرګون غږپورته کوي، شپږ کاله مخکې ددې ولايت اوسېدونکو د پاکستانيو بريدونو پر ضد شل زره لاسليکونه راټول کړي وو.
د کونړ د ځايي چارواکو د معلوماتو له مخې، يواځې په تېره اوونۍ کې پاکستانيو ځواکونو پر دې ولايت زر توغندي توغولي چې له امله يې اووه ملکي وګړي ټپيان شوي.