دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۱
د مطلب کود : 161407
په کونړ کې د پاکستانی بریدونو په وړاندی د پرلت خېمه
په کونړ ولایت کې ډیریو ځوانانانو د پاکستان توغندی بریدونو او پښتون ژغورنی په ننګه د پرلت خېمه درولی دی.

دغه لسګونه ځوانان چې دمرکز اسعدباد په ګډون له بېلابېلو ولسوالیو څخه راغلي چې د پاکستانيو بريدونو غندنه يې کوله.
د خېمې یو ګډونوال جنت ګل فدا وایي: زموږ کوز پښتانه هلته د پنجاب له ظلمونو په تنګ راغلي او دلته په موږ هم ظلم انتها ته رسېدلى ده ، پر کونړ بریدونه روان دي، د پنجاب له لاسه مو ګڼې کورنۍ د ویر په ټغر ناستې دي او پر موږ بریدونه کوي.
د الومړى ځل نه دى چې دکونړ اوسېدونکي  دپاکستان دبریدونو په غبرګون غږپورته کوي، شپږ کاله مخکې ددې ولايت اوسېدونکو د پاکستانيو بريدونو پر ضد شل زره لاسليکونه راټول کړي وو.
د کونړ د ځايي چارواکو د معلوماتو له مخې، يواځې په تېره اوونۍ کې پاکستانيو ځواکونو پر دې ولايت  زر توغندي توغولي چې له امله يې اووه ملکي وګړي ټپيان شوي.
 
https://avapress.com/vdce7z8zfjh8pei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته