کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د دفاع وزارت پلاوي پر کونړ د پاکستان د راکټي حملو د بندېدو غوښتنه کړې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 18 حمل 1397 ساعت 8:50

پاکستان ته د افغان حکومت ورغلي هيئت د پاکستان له خاورې د افغانستان پر ختيځو ولسواليو د راکټي حملو پر لانجه خبرې کړې دي.


اسلام اباد ته د افغانستان د دفاع وزارت ورغلي هيئت د نورو مسايلو تر څنګ، پر ډيورنډ کرښه د پاکستاني پوځيانو د سرغړونو د بندېدو غوښتنه کړې ده.
د افغانستان د دفاع وزارت وايي دغه هيئت په خپل سفر کې له پاکستاني لوري غوښتي، پر دغه کرښه دې داسې اقدامات نه کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ لا پسې زياتوي.
د دفاع وزارت د وياند مرستيال بريد جنرال محمد رادمنش تېره شپه ازادي راډيو ته وويل چې د افغان هيئت مذاکرې به نن هم روانې وي:
 
"د افغانستان د ملي دفاع وزارت هيئت چې پاکستان ته تلى يوازې يې هغه مسايل په لومړيتوب کې دي چې بايد پر فرضي کرښه د پاکستان د سرغړونو مخه ونيول شي، د افغانستان دفاع وزارت خپلو قطعاتو ته د تيارسي امر کړى دوى [پاکستانيان] بايد داسې شخړې ونه کړي چې د افغانستان او پاکستان د پوځيانو ترمنځ ستونزې پيدا کوي، دا هيئت شنبه يا يکشنبه افغانستان ته راستنېږي په دې اړه نور جزئيات له رسنيو سره شريکوو."
د افغانستان د دفاع وزارت د هيئت مشري د دغه وزارت د اوپراسيون رئيس بريد جنرال نجيب الله عليزى کوي چې د جمعې په ورځ اسلام اباد ته ورسېد.
په تېرو کلونو کې هم د پاکستان له خاورې د افغانستان پر ختيځو ولايتونو د راکټي حملو موضوع توده وه.
تر دې مخکې افغان حکومت ويلي وو چې ډيورنډ کرښې ته څېرمه يې افغان ځواکونو ته د بالمثل اقدام امر کړى دى.
د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ويلي و چې پر دانګام ولسوالۍ د پاکستان له خاورې ٦٠٠ توغندي ويشتل شوي دي.
بلخوا د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، د پاکستان جټ الوتکو تېره چهارشنبه په دانګام ولسوالۍ کې څلور بمونه اچولي، خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند محمد فيصل د جمعې په ورځ دا راپورونه بې بنسټه تورونه بللي دي.
افغان پوځي چارواکو د افغانستان قلمرو ته د پاکستان د جټ الوتکو داخلېدل، د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتيا او ملي حاکميت تېرى بللى دى.
افغان حکومت وايي، دا مسئله د پاکستان له صدراعظم شاهد خاقان عباسي او ورسره مل هيئت سره د افغان حکومت د مشرانو په پرونيو بحثونو کې هم شامله وه.
د اجرائيه رياست مرستيال وياند جاويد فيصل تېره شپه ازادي راډيو ته وويل:"د پاکستان له لومړي وزير او روسره پلاوي سره مو په دې اړه خبرې وکړې؛ هغوى ته مو په وضاحت وويل که واقعاً غواړي له افغانستان يې اړيکې بهتره شي، دا ډول فعاليتونه دې سم دستي ودروي، دا ډول فعاليتونه له وړاندې خرابې اړيکې لا ترينګلي کوي او مرسته نه کوي، موږ به له هغوى سره پر دې مسئله له ډيپلوماتيکو چاينجلونو نور هم کار کوو د همږغۍ هغه ډلې چې په نظامي برخه کې کار کوي د دوى له لارې هم دا موضوع تعقيبوو، په ټوله کې مو پاکستان ته وړانديز دا و چې عواقب به يې د دواړو هېوادونو د اړيکو لپاره خورا خطرناک وي."
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان د صدراعظم شاهد خاقان عباسي ترمنځ په پرونيو بحثونو کې د افغانستان او پاکستان د سولې او پيوستون د عمل د پلان د نهايي کېدو لپاره پر ٧ مادو موافقه وشوه.
په دغو موادو کې له پاکستانه غوښتل شوي، د افغانانو په رهبرۍ او مالکيت د سولې د پروسې ملاتړ وکړي، دواړه هېوادونه د جنګياليو او نورو هغو عناصرو په وړاندې چې دواړو هېوادونو ته امنيتي ګواښ پېښوي، اغېزناک اقدامات وکړي.


د مطلب کود: 161309

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/161309/د-دفاع-وزارت-پلاوي-پر-کونړ-پاکستان-راکټي-حملو-بندېدو-غوښتنه-کړې

آوا
  https://www.avapress.com