دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۴
د مطلب کود : 161248
روسیه، ایران او ترکیه د سوریی د شخړو پای ته رسولو لپاره توافق ته ورسیدل
روسیی، ایران او ترکیی رهبران په انقره کې د سوریی د شخړو پای ته رسولو لپاره یو د بل سره لیدنه وکړه.
دا لیدنه هغه وخت ترسره شوی چی د امریکا ولسمشر ترامپ ویلی چی په سوریه کې داعش ماتې ماموریت په ختمیدو ده.
همدارنه ترامپ ویلي چې ډیر ژر به له سوریې څخه د امریکايي پوځیانو پر وتلو پریکړه کوي.
ترکیې چارواکي وایې چې د روسیې، ایران او ترکیې رهبران د سوریې د نوي اساسي قانون او په امنو سیمو کې د امنیت پر لاتامینولو بحث کړی دی.
د ترکیې په غونډه کې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم دوه کلک ملاتړ کوونکي، ولسشمر ویلادیمیر پوتین او ولسمشر حسن روحاني او د رژیم یو لوي سیمه ایز مخالف، رجب طیب اروغان پر روانو مسایلو مخامخ خبرې کړې دي.
ددغو مخالفو ډلو ترمنځ د همکاریو زیاتېدل په سوریې کې تر اوه کلنې جګړې وروسته چې په ترڅ کې یې ۵۰۰۰۰۰ زره خلک وژل شوي، د ثبات د راتلو هیلې زیاتې کړي دي.
https://avapress.com/vdchkznz623n-id.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته