د کندهار ولایت چارواکی وایی، په دی ولایت په نيش ولسوالی کی د وسله والو یو يژندل شوی قوماندان او له خپلو ۱۱ تنه ملګرو سره پرون شپه وژل شوی.
کندهار ولایت کی ۱۱ تنه وسله والو وژل شوی
13 حمل 1397 ساعت 18:11
د کندهار ولایت چارواکی وایی، په دی ولایت په نيش ولسوالی کی د وسله والو یو يژندل شوی قوماندان او له خپلو ۱۱ تنه ملګرو سره پرون شپه وژل شوی.
دافغان غږ(آواغږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی. په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند، خواجه يحیی علوي نن ورځ ویلی، چې د یاد ولایت کې د طالبانو یو پېژندل شوی قوماندان ملا لعل محمد وژل شوی دی
هغوی زیاتوی، ملا لعل محمد له خپلو ۱۱ ملګرو سره تېره شپه د افغانستان د ملي اردو په هوايي حمله کې ووژل شو.
ویلکږی، مولوی لعل محمد په میوند ولسوالۍ کې د حکومت پر ضد فعالیت کاوه.
خو تر اوسه وسله والو په دی اړه تبصره نه دی کړی.
د مطلب کود: 161078