راپورونه وایی، په بدخشان ولایت کی د افغان امنیتی ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوی دی.
په بدخشان ولایت کی د نصرت په نامه عملیات پيل شوی
13 حمل 1397 ساعت 9:17
راپورونه وایی، په بدخشان ولایت کی د افغان امنیتی ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوی دی.
د افغان غږ(آواغږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د بدخشان ولایت، والی احمد فیصل بیګزاد رسینو ټه ویلی، چې افغان ځواکونو د ترهګرو له منځهوړو په موخه د (نصرت) په نامه د دغه ولایت کې ۳ ورځې مخکې پیل شوې دي.
هغوی زیاتوی، چې افغان امنیتی ځواکونو د یاد عملیاتو کې تر اوسه دوام لري.
ښاغلی بګیزاد سرګندوی، چې افغان ځواکونه توانېدلي دي چې په یاد موده کې پنځه کلي له طالبانو پاک کړي.
دوی وایی، تر اوسه یې ۵ کلي له وسله والو طالبانو پاک کړي دي.
ویلکږی، په دغه عملیاتو کې د څو تنو بهرنیانو په ګډون ۲۷ تنه وسله وال وژل شوي دې.
د بدخشان ولایت د ولایتي شورا غړی، عبدالله ناجي نظري ویلی دی، په یوه کلي کې چې له وسله والو طالبانو پاک شوی دی ملکي کسانو ته زیان رسېدلی دی.
د مطلب کود: 161055