کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ازبکستان ولسمشر: د تاشکند نړیوال کنفرانس به ښې لاسته راوړنې ولري

7 حمل 1397 ساعت 9:01

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف هیله څرګنده کړې چې د افغانستان په اړه د تاشکند نننۍ نړیوال کنفرانس به ښې لاسته راوړنې ولري.



نوموړي دا څرګندونې پرون دوشنبه په تاشکند کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په لیدنه کې کړي دي.
د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د دې لیدنې په اړه ازادي راډیو ته وویل، په‌دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ولسمشرانو د تاشکند بین‌المللي کنفرانس، د سولې پروسې، امنیتي او سیمه‎ییز اتصال په برخو کې د همکارۍ او دغه راز په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا او سیمه‎ییزو پروژو په اړه بحث او خبرې وکړې.
 
ښاغلي مرتضوي زیاته کړه:"د دواړو هېوادونو مشرانو د مزارشریف-هرات اورګاډي پټلۍ د پروژې کاري پرمختګ او د افغانستان، ازبکستان او د سیمې نورو هېوادونو لپاره د هغې پر اقتصادي ارزښت، د پلخمري برښنا، د مېوو د صادراتو، سبزي‎جاتو او د ازبکستان له لارې قزاقستان ته د افغانستان د مرمر ډبرو د لېږد په اړه خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو اړوند مسؤلینو ته یې لارښونه وکړه، څو د نوري فایبر پروژې د کار د پیل په برخه کې چې دواړو هېوادونو پرې لا له وړاندې هوکړه کړې وه، اقدام وکړي."
له ارګه د دې لیدنې په اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې د ازبکستان د ولسمشر میرضیایف له خولې ویل شوي چې باثباته او هوسا افغانستان د ازبکستان په ګټه دی او زیاته کړې یې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شویو موافقت‎نامو د تطبیق، څارنې او چټکولو په اړه یې اړوند چارواکو ته سپارښتنې کړي دي.
 
 
د ازبکستان د ولسمشر مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼې کې د دواړو ولسمشرانو د دې لیدنې په اړه ویلي:
"د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، ټرانسپورټ، انرژۍ، پوهنې او روغتیا په شمول د هغو بېلابېلو پروژو په برخو کې پر عملي همکارۍ ټینګار وشو چې دواړه هېوادونو ته یې ګټه رسېږي."
د ولسمشر محمد اشرف غني د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي وايي چې ولسمشر غني د ازبکستان له ولسمشر سره په‌دې لیدنه کې د افغانستان په اړه د تاشکند د نړیوال کنفرانس د کوربه‎توب د مننې ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا، په ځانګړي ډول په سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو ټینګار وکړ او د سیمه‎ییزه همکاریو او هېوادونو د اتصال په برخه کې یې د ازبکستان حکومت هڅې وستایلې.
باثباته او هوسا افغانستان د ازبکستان په ګټه دی.
ولسمشر غني همدارنګه د ازبکستان د حکومت په نوښت د افغانستان په اړه نننۍ کنفرانس یوه تاریخي ورځ بللې او هیله یې څرګنده کړې چې د ازبکستان دا ابتکار افغانستان کې د تل‎پاتې سولې زمینه برابره کړي.
چارواکي وايي چې د افغانستان په اړه د تاشکند په ننني کنفرانس کې به دواړه ولسمشران ویناوې وکړي.
د افغانستان په اړه د تاشکند په‌دې نړیواله غونډه کې د منځنۍ اسیا او د سیمې د نورو هېوادونو لکه پاکستان او هندوستان د بهرنیو چارو د وزیرانو یا مرستیالانو سربېره، د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال، د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مشره، همدارنګه د بریتانیا، ایټالیا، فرانسې، روسیې، جرمني، قطر او متحده عربي اماراتو او نورو هېوادونو لوړپوړي ډیپلوماټان ګډون کوي.
 
په ننني کنفرانس کې به دواړه ولسمشران ویناوې وکړي.
همدارنګه د ملګرو ملتونو او ناټو په شمول د نړیوالو سازمانونو لوړپوړي استازي هم برخه لري.
دا کنفرانس د کابل د پروسې د کانفرانس په تعقیب جوړېږي چې په‎کې ولسمشر غني د وسله‎والو طالبانو سره د سولې لپاره یوه هر اړخېزه طرحه وړاندې کړه او کابل هیله‎مند دی چې په‎دې کنفرانس کې به د دې طرحې لپاره پراخ نړیوال ملاتړ تر لاسه کړي.


د مطلب کود: 160671

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/160671/د-ازبکستان-ولسمشر-تاشکند-نړیوال-کنفرانس-ښې-لاسته-راوړنې-ولري

آوا
  https://www.avapress.com