داعش تروریستی ډله په خپل فیسبوک پاڼه کې، انتحاری برید چی په کابل کې د نوروز اختر په مراسمو کې ترسره شوی دی، مسؤولیت په غاړه واخیست.
د کابل په لویدیځ کې انتحاری برید مسؤولیت داعش ډله په غاړه اخیستی دی
1 حمل 1397 ساعت 18:06
داعش تروریستی ډله په خپل فیسبوک پاڼه کې، انتحاری برید چی په کابل کې د نوروز اختر په مراسمو کې ترسره شوی دی، مسؤولیت په غاړه واخیست.
د آوا په ګزارش سره، نن په کابل کې د کابل پوهنتون په جاده کې انتحاری برید ترسره شوی چی په دی حالت کې خلګ د کارته سخی لوی ته د نوروز جشن لپاره تلله.
دا انتحاری برید په کارته سخی کې د کابل پوهنتون او علی آباد په لاره کې شوی.
د رسمی سرچینو په ګزارش سره ۲۶ تنه په دی پيښه کې شهید او د ۲۰ څخه ډیر کسان ټپیان شوی خو ځینی غیری رسمی سرچینی د تلفاتو شمیر د اعلان شوی شمیر څځه ډیر بولی.
د مطلب کود: 160448