کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جوزجان کې هوایي بریدونه ۴۸ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 حوت 1396 ساعت 18:03

د افغانستان په شمال جوزجان ولایت کې د امریکایي ځواکونو د هوایي بریدونو په ترڅ کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله والو ۳۵ غړي وژل شوي.


په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي، د داعشیانو پر خلاف تازه هوایي بریدونه د قوش تپې او درزاب ولسوالیو په مربوطاتو کې ترسره شوي.
د سرچینې په وینا، په دغو هوایي بریدونو کې د داعش دیار لس غړي ټپیان هم شوي دي.
شاهین قول اردو وایي، په ورته وخت کې د امریکا او افغان پوځ ځانګړو ځواکونو د قوش تپې ولسوالی کې په مربوطاتو کې ځانګړي عملیات ترسره کړل چې په ترڅ کې د داعش یو مهم غړي نیول شوی دی.
د دولت ضد وسله والې او ترهګرې ډلې د داعشیانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په بیېلا بېلو سیمو کې د داعشیانو او نورو ترهګرو او وسله والو ډلو پر وړاندې چاڼیز عملیات او هوایي بریدونه دوام لري.
د افغانستان و جنوبي اسیا لپاره د نوې ستراتيژي تر اعلان وروسته د امریکایي ځواکونو په هوایي بریدونو کې هم د پام وړ زیاتوالي راغلي دي.
 


د مطلب کود: 160245

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/160245/جوزجان-کې-هوایي-بریدونه-۴۸-داعش-وسله-والو-ته-مرګ-ژوبله-اړولې

آوا
  https://www.avapress.com