د
افغان غږ خبری آژانس په ریپورت سره، عارف رحانی؛ د غزنی نماینده په پارلمان کې د
افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په اړیکه کې وویل: د قره باغ ولسوالی ۲۲۰ میلی پولیس سرتیری لری چی ټوله یی یو قوم څخه دی.
هغه زیاته کړه چی سربیره پردی چی د قره باغ ولسوالی نیم جمعیت او مساحت هزاره نشینه دی؛ خو ملی پولیس د قره باغ هزاره نشین سیمو کې هیڅ فعالیت نه لری.
ښاغلی رحانی د داخله وزیر او نورو امنیتی چارواکو څخه غوښتۍ دی چی باید د قره باغ ولسوالی پولیسو تشکیلاتو کې، ټول قومونه بالخصوص هزاره خلګ شامل کړی او ملی پولیس ځواکونه د هزاره نشینه خلګو سیمو امنیت ساتلو لپاره د سیمه ایز پولیسو ترڅنګ ودروی.
غزنی امنیتی چارواکې تراوسه دا ادعاوی نه تایید کړی او نه هم رد کړی دی.