کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چارواکي: په غزني او پکتیکا کې ۱۹ وسله‌وال وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 7 حوت 1396 ساعت 14:02

په غزني او پکتیکا کې ۱۹ وسله‌وال وژل شوي او په لوګر کې یوه اندازه نشه‌یي توکي نیول شوي دي.


نن د دوشنبې په ورځ په پکتیکا کې د تندر قول اردو د ستراتېژيکو اړیکو دفتر د ازادي راډيو مشال څانګې ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزني په ګیرو او د پکتیکا د ګومل ولسوالۍ د شورنکي په سیمه کې ۱۹ مخالف وسله‌وال وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د غزني په ګیرو کې ۱۵ وسله‌وال افغان ځواکونو سره په مخامخ نښته کې مړه او ۲۳ ټپیان شوي او ۴ نور وسله‌وال د پکتیکا د ګومل ولسوالۍ د شورنکي په سیمه کې په هوايي برید کې وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې په یاده جګړه او هوايي برید کې د وسله‌والو د یوه ډاټسن موټر په ګډون، یوه اندازه وسلې او چاودېدونکي توکي هم له‌منځه تللي دي.
په دغې خبرپاڼه کې همدا شان راغلي چې د لوګر د مرکز اړوند سیمو کې تېره ورځ ناوخته د ملي اردو د سرتېرو له‌خوا په دوو ګاډو کې بار ۱۰۰۰ کېلو چرس هم نیول شوي دي.
په خبرپاڼه کې د نشه‌يي توکو د لېږدوونکو د تېښتې یا نیونې یادونه نه‌ده شوې.
تر اوسه د افغان ځواکونو د ادعاوو پر اساس، په غزني او پکتیکا کې وسله‌والو ته د اوښتو ځاني تلفاتو په باب کومې وسله‌والې ډلې رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.


د مطلب کود: 158970

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/158970/چارواکي-په-غزني-او-پکتیکا-کې-۱۹-وسله-وال-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com