کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کونړ: د امریکایي ځواکونو په هوایي برید کې ۷ داعش وسله وال وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 29 دلو 1396 ساعت 11:09

د کونړ ولایت د امنیه قومانداني سرپرست زمان عیار وایي، د داعشیانو پر مواضعو تازه هوایي برید د چپې درې ولسوالی په مربوطاتو کې ترسره شوې ده.


په ختیځ کونړ ولایت کې ځایي امنیتي چارواکي وایي، د امریکایي ځواکونو د بې پیلوته الوتکو په هوایي برید په ترڅ کې د اسلامي دولت نومې دلې اوه وسله وال وژل شوي دي.
د کونړ ولایت د امنیه قومانداني سرپرست زمان عیار وایي، د داعشیانو پر مواضعو تازه هوایي برید د چپې درې ولسوالی په مربوطاتو کې ترسره شوې ده.
نوموړی زیاته کړه، چې په دغه هوایي برید کې شپږ داعش وسله وال او د هغوی یوه ډلمشر وژل شوي.
د دولت ضد وسله والې ډلې د داعشیانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
کونړ د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو، القاعده او نورو وسله والو ډلو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې کابو درې اوونی مخکې داعش وسله والو د وته پور ولسوالی په مربوطاتو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو ډلیییز برید پیل کړي وه.
د ځایي پوځي چارواکو په وینا، د برید په ترڅ او د امنیتي ځواکونو د ځوابي برید په پایل کې د داعش ډلې یوه غړی وژل شوی و او دوه نور ټپیان شوي وو.
 


د مطلب کود: 158445

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/158445/کونړ-د-امریکایي-ځواکونو-په-هوایي-برید-کې-۷-داعش-وسله-وال-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com