کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

زیمرمن: ناټو د هر ګواښ په وړاندې د افغانستان او خلکو سره ولاړه ده

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 دلو 1396 ساعت 16:52


د ناټو ملکي سفیر د افغانستان له اجرائیه رئیس سره په لیدنه کې ویلي، ناټو د هر ګواښ په وړاندې د افغانستان د حکومت او خلکو سره ولاړه ده.

د اجرائیه ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې کورنلیوس زیمرمن پرون ماښام له عبدالله عبدالله سره وکتل او ټینګار یې وکړ چې د نوې ستراتېژۍ په چوکاټ کې به په افغانستان کې د خپل هوايي او بشري ظرفیت په زیاتولو د حکومت د مخالفو وسله‎والو خلاف بریدونو ته زور ورکړي.

خو په خبرپاڼه کې د دې هوايي حملو د زیاتېدو په اړه ډېر جزئیات نه‎دي ورکړل شوي.

د اجرائیه ریاست څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې په دې لیدنه کې دواړو لورو په سیمه‎ییزې همکارۍ، د انتخاباتو لپاره پر چمتووالي او امنیتي مسئلو هم خبرې کړې دي.


د مطلب کود: 157433

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/157433/زیمرمن-ناټو-د-ګواښ-په-وړاندې-افغانستان-او-خلکو-سره-ولاړه-ده

آوا
  https://www.avapress.com