د کندهار نړیوال هوایي ډګر څخه ۴۰ ټنه وچه میوه هندوستان هیواد ته ولیږدول شوه.
د کندهار چارواکي وايي، چې په یاده لیږدول شوې مېوه کې ۳۰ ټنه کشمش او ۱۰ ټنه تور وڅکي شامل وو.
د هند او افغانستان تر منځ د هوايي دهلېز تر پرانیستلو وروسته دا د کارګو پنځم پرواز دی، چې د کندهار له نړیوال هوايي ډګر څخه هندوستان ته ترسره کیږي.