دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۲۲:۲۰
د مطلب کود : 155807
میدان وردګ ولایت کی ۱۶ تنه جنګیالي وژل شوی دی
د میدان وردګ ولایت چارواکی وایی، د یاد ولایت کې افغان امنیتی ځواکونو عملیاتو د دولت د مخالفو وسله‎والو د ځپلو په موخه په لاره اچول شوي.


د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د میدان وردک ولایت پولیسو خبر شوی خبر پانه کی ویلی دی، چې په یاد ولایت کې د افغان امنیتی ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې د ۳طالب قومندانانو په ګډون ۱۶ طالب جنګیالي وژل شوي دي.
سرچنیو زیاتیوی، دغه عملیات د ملي پولیسو، ملي پوځ، د ځانګړې قطعې او کمانډو له خوا ترسره کېږي.
خبر پانه ویلی دی، چې تراوسه په دغو عملیاتو کې د قاري یوسف، قاري مصطفي او قاري فرید په ګډون چې په پاکستان یې پوځي روزنې لیدلې وې ۱۶ طالب اورپکي وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
سرچینیو زیاته کړی، په یاد عملیاتو کې ۱۰ کلي د طالبانو له شتونه پاک شوي.
خو تر اوسه ددولت مخالفینو په دی اړه تبصره نه دی کړی.

https://avapress.com/vdcbgsb8zrhbswp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته