دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۲۲:۵۸
د مطلب کود : 155545
کابل کی د افغان غږ(آوا) دفتر برید ۴۳ تنه شهیدان شوی
د کابل ښار کی د افغان غږ(آوا) آژانس دفتر نن ورځ برید شوی دی.


د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، محمد اشرف غنی ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په کابل کې د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) دفتر برید غندلی او هغه یې یو د بشریت پر ضد جنایت او یو ستر انساني ناورین بللی دی.
سرچنیو زیاتیوی، ترهګرو په یاد برید کې زموږ ځینې هېوادوال شهیدان او ټپيان کړل او دا ډله د جوماتونو، سپېڅلو ځایونو، فرهنګي مرکزونو په نښه کولو سره د بشریت ضد جنایتونه او نه بښوونکې کړنې ترسره کوي. چې داسې خوځښتونه، د ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو په خلاف حسابېږي.
خبر پانه ویلی، چې ترهګر باید پوه شي چې اوس د افغانستان خلک له ژور درک سره د دښمنانو د توطیو په وړاندې په ګډه درېږي او د ملي یووالي د پیاوړتیا لپاره له مخکې څخه ژمن دي.
سرچنیوزیاتیوی، ولسمشر اشرف غني، اړوندو مسوولینو ته لارښونه کړې ده ترڅو د نوموړې پېښې د څرنګوالي د څېړنې ترڅنګ، دپېښې ټپيانو او قربانیانو ته رسېدنه وشي.
بلخوا د حکومت اجراییه رییس داکتر عبدالله هم یاد پېښه غندلې ده.
ښاغلي عبدالله په یوې خبرپاڼې کې ویلي دي:«دښمنان د داشان بریدونو په ترسره کولو سره د بې اتفاقۍ او د افغانستان د خلکو د ملي یووالي د له‎منځه وړلو په لټه کې دي؛ خو زموږ خلک د دښمن پر توطیې او پلیتې موخې پوهېږي او د هغوی د پلانونو قرباني به نه شي.»
په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د معاونیت پلاوی (یونما) دغه برید په کلکه غندي او وايي چې په دغې پېښه کې څه باندې ۴۰ تنه وژل شوي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د شمېرو پر بنسټ د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۱ تنه په دغې پېښه کې وژل شوي او کابو ۸۴ تنه نور ټپيان شوي دي.
داعش ډلې یاد برید منلې ده.

https://avapress.com/vdcaymn6m49nmm1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته