کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل کې برید ۴۱ تنه وژلي او ۸۴ نور یې ټپیان کړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 7 جدی 1396 ساعت 17:15


د صحت عامه وزارت وایي چې د کابل لودیځ په یو فرهنګي مرکزکې ننني ځانمرګي برید او چاودنو ۴۱ تنه ووژل او ۸۴ نور یې ټپیان کړل.

د امنیتي چارواکو په وینا، دغه ځانمرګی برید او چاودنې نن پنجشنبه نږدي لس بجې رامنځته شوې، چې د تبیان په نوم یو فرهنګي مرکز چې د صدای افغان خبري آژانس هم په کې شاملیږي د برید موخه وګرځید.

د کورنیو چارو وزارت وایي په دغه فرهنګي مرکز کې یو ځانمرګی برید شوې او دوه ځای پر ځای شوي ماینونو ته چاودنه ورکړل شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت د ویندوی دفتر سرپرست نجیب دانش وايي ځانمرګی برید او چاودنې د شپږمې امنیتي حوزې په سیمه قلعه ناظر کې رامنځته شوې چې ډیرې قربانیان هم ملکي وګړي دي.

د عیني شاهدانو په وینا په دغه مرکز کې ښځو او ماشومانو هم شتون درلود.

طالبانو ویلي چې برید دوی ندې کړې خو تر اوسه کومې ډلې د یاد برید مسوولیت هم په غاړه ندې اخیستې.

ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره دغه پیښه د انساني او اسلامي اصولو پر وړاندې بشري جنایت بللی دی.


د مطلب کود: 155509

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/155509/کابل-کې-برید-۴۱-تنه-وژلي-او-۸۴-نور-یې-ټپیان-کړي

آوا
  https://www.avapress.com