کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سرور دانش: د برېښنایي تذکرو وېش به په راتلونکی اونی کې پیل شي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 جدی 1396 ساعت 12:35


د افغانستان ولسمشر دوسم مرستیال محمد سرور دانش وایي د برېښنایي تذکرو وېش به په راتلونکی اونی کې پیل شي.

نوموړی نن د حکومت د رنسیو په مرکز کې د رسنیو په هکله په جوړه شوې غونډه کې د وینا پر مهال وویل چې د برېښنایي تذکرو د وېش بهیر به په راتولونکی اونی کې پیل شي.

ښاغلي دانش دا هم وویل چې د ټاکنو په کمیسیون کې موجود ستونزې به هم ډیر ژر حل شي خو نوموړی په دې اړه نور جزئیات ور نه کړل.

د هېواد د ولسمشر دویم مرستیال د برېښنایي تذکرو د وېش بهیر د پیل په اړه په داسې حال کې خبر ورکوي چې د ملي شورا ګډ کمېسیون تېره اونی د وګړو د ثبت او احوالو د قانون په هکله د ولسمشر غني تقنیني فرمان تائید کړلږ

د دغه ګډ کمېسیون غړیو د وګړو د ثبت او احوالو د قانون په ۶ مه ماده کې د اسلام او افغان کلمو راوړل تأیيد کړل او د ولسي جرګې او ارګ ترمنځ درې کلنه لانجه پای ته ورسوله.

بلخوا  افغانستان د برېښنايي تذکرو د وېش ادارې تېره میاشت  اعلان وکړ چې د برېښنايي تذکرو د وېش بهیر د پیلولو لپاره بشپړ چمتووالی لري.


د مطلب کود: 155252

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/155252/سرور-دانش-د-برېښنایي-تذکرو-وېش-په-راتلونکی-اونی-کې-پیل-شي

آوا
  https://www.avapress.com