?اغلي س?ول?نبر? په بروکسل ک? له خبريالانو سره د مرک? پر مهال وويل چ? نا?و د امريکا پو? له هغه دري? ?خه ملات? کوي چ? په وروستيو ک? غوره ک?ي دي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په افغانستان کې وسله والو طالبانو ته خبرداری ورکړ چې سوله ومني کنه وبه ځپل شي.

ښاغلي سټولټنبرګ په بروکسل کې له خبریالانو سره د مرکې پر مهال وویل چې ناټو د امریکا پوځ له هغه دریځ څخه ملاتړ کوي چې په وروستیو کې غوره کړی دی.

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت او د امریکا پوځ لوی قوماندان جنرال نیکولسن له دې وړاندې ویلي وو چې د افغانستان وسله ‌وال مخالفین دې یا سوله وکړي او یا دې مرګ ته تیار شي.

په همدې حال کې ښاغلي سټولټنبرګ ټینګار وکړ چې دغه پیغام د افغان ځواکونو د روزنې د پروګرام د پیاوړي کولو له لارې ښه رسېدای شي.

هغه وویل چې ناټو به په افغانستان کې خپل پوځي حضور لا پیاوړي کړي ترڅو د افغان ځواکونو

ستاسو نظر

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه