د بادغیس څخه رارسیدلی ګزارشونو په اساس، طالبان تیری ورځی ماسپښین، د (بیک ها) کلۍ څخه د انجونو یو مکتب سرښوونکی تښتولی دی.
طالبان په بادغیس کی د یو مکتب سرښوونکې تښتولۍ دی
20 عقرب 1396 ساعت 17:31
د بادغیس څخه رارسیدلی ګزارشونو په اساس، طالبان تیری ورځی ماسپښین، د (بیک ها) کلۍ څخه د انجونو یو مکتب سرښوونکی تښتولی دی.
د آوا په ګزارش سره، فرید اخیزی، د بادغیس ولایتی شورا معاون وایی چی طالبانو غلام سخی، د بیک ها کلۍ انجونو یو مکتب سرښوونکی تښتولی او یو نامعلوم ځای ته یی لیږدولی دی. هغه وویل چی ددی سرښوونکی برخلیک په اړه تراوسه کوم معلومات نسته خو د قوم مشران هڅه کوی چی هغه آزاد کړی. عبدالقیوم ساجد، د بادغیس معارف اداره سرپرست هم تایید کړی دی چی دا کس ددی لپاره تښتول سوی دی چی دولت سره همکاری درلوده او طالبانو سره همکاری نه درلود.
د مطلب کود: 152876