د ننگرهار امنیه قومندانۍ په ډاګه کړې، چې داعش او طالبانو د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې نښته کړې ده.
داعش او طالبان د ننګرهار په دره نور کې هم ښکېل شول
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 8 عقرب 1396 ساعت 14:17
د ننگرهار امنیه قومندانۍ په ډاګه کړې، چې داعش او طالبانو د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې نښته کړې ده.
د ننګرهار ولایت امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال څرګنده کړې، چې داعش او طالبانو د دره نور ولسوالۍ اړوند په ارمان بانډه او شاتو سيمو کې نښته کړې، چې له کبله يې د دره نور ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال سيداغا او د روح الله او نجيب الله په نومونو دوه قومندانان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د مشرقيوال د څرګندونو له مخې؛ د دغه ولايت د خوږياڼو ولسوالۍ د وزيرو تنگي په سيمه کې هم طالبانو او د اعش ته مرګ و ژوبله اوښتې ده. په دې نښتو کې څلور طالبان وژل شوي او پېنځه نور ټپيان دي. دغه راز د داعش ډلې پېنځه غړي وژل شوي او پېنځه نور ټپيان دي.
ښکېلو خواوو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د مطلب کود: 152257